د چین د شینجيانګ خورګوس ځمکنی بندر د دغه هېواد د موټرونو د صادراتو تر ټولو ستر بندر دی. د ۲۰۲۴م کال په لومړيو مياشتو کې د یاد بندر له لارې د موټرونو صادراتو کې چټک زیاتوالی موندلی او صادراتي شمېر يې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
شمېرې ښيي، له ۸۰۰ څخه ډېر سوداګریز موټرونه د مارچ په ۲مې نېټې د خورګوس ځمکني بندر څخه د قزاقستان، ازبکستان، روسیې په شمول هغو هيوادونو ته لېږدول شوي، چې د کمربند او لارې وړانديز په جوړونې کې ګډون او همکارۍ لري.
سږ کال د خورګوس ځمکني بندر څخه تر ۲۰۰۰۰ زیات سوداګریز موټرونه صادر شوي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۸۸ زیاتوالی ښيي.
د خورګوس ګمرک ادارې شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې پر دغه بندر ۳ لکه ۴ زره موټرونه صادر شوي وو، چې د وړم ۲۰۲۲م کال د ورته شمېر په پرتله ٪۳۰۷.۵ زیاتوالی ښيي.