پانګوال له فرصتونو څخه ډک چين له لاسه نه ورکوي
CMG2024/03/06 15:14:47
شريکول:

په نړۍ کې د پاکو تجهيزاتو مشهور توليدي شرکت يانې په چين کې د المان د کارچير عمومي مدير تانګ شياو دونګ په وروستيو کې زموږ له خبريال سره  د مرکې په ترڅ کې ويلي چې موږ د چين د حکومتي کاري راپور تر اورېدو وروسته په دې هېواد کې د پانګونې د زیاتوالي او د خپلو چارو د لا قوي کېدو او د ګټو پر ډېرېدو باندې باور لرو.

په همدې ورځ د چين ملي ولسي کانګرس ګډونوالو ته د ۲۰۲۴م کال حکومتي کاري راپور وړاندې کړی چې د نړۍ پام یې هم وراړولی دی او ډېرو نړيوالو پانګوالو ترې د روان کال د چین د اقتصادي پرمختيایي موخې او نقشې په باب ډېر معلومات تر لاسه کړي دي. د کارچير په شان نړيوالو تصديو هم ترې د چين فرصتونه احساس کړي دي.

اوس د نړيوال اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک کمزوری دی او د نړيوال اقتصادي پرمختګ په اړه د ځينو نړيوالو ارګانونو وړاندوينه هم له درې سلنې څخه ټيټ شوې. خو د چين د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زیاتوالي سږنۍ موخه پنځه سلنه وي چې همدا د تېر کال له ټاکل شوې موخې سره برابره ده او هم نړۍ ته ښه روحیه راوړې ده.

د ډېرو بهرنيو خبري رسنيو په اند د دغې موخې ټاکنه په ۲۰۳۵م کال کې د چین عصري کېدو د بنسټيزې موخې د تر سره کولو په ګټه ده. شنونکي په دې نظر دي چې تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی چې دغه رقم د امريکا، د یوروزون او جاپان د اقتصادي پرمختيایي انډول په پرتله زياتوالی ښودلی دی. نړيوال چوکاټ ته په کتو سره په وروستيو کلونو کې د پرمختلليو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ انډول له دوه سلنې څخه تر درې سلنې پورې ساتل شوی دی. چین د اقتصادي پرمختيایي انډول موخه داسې ټاکلی چې په سلو کې پنځو ته ورسېږي، له دې څخه د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره د چين ټينګه اراده او ډېرې هڅې ښکاري.

ياده موخه ټاکل شوې، خو څنګه دغه موخه تر سره شي؟ د چين حکومت د دې موخې له مخې لس عمده کارونه ترتيب کړي چې پکې د عصري صنعتي چارو ابادول، د ساينس او ښوونې له لارې د هېواد د سمسورتیا لپاره د ستراتيژۍ پلي کول، د کورنيو اړتياوو زياتوالی او د ورخلاصون پراخوالی شامل دي. دغو کارونو ته په کتو سره نړيوال پر هغه چين پوهېږي چې پکې فرصتونه ډېر پيدا کولی شي.

په دې جمله کې نوی توليدي توان د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. بهرنۍ خبري رسني وايي چې همدا له پټ قوتونو څخه ډکه ساحه ده او د اقتصادي پرمختګ کتلست هم بلل کېږي. دا هم مانا لري چې چين د نوښت له لارې پرمختيایی موډل ته لا پاملرنه کوي. د بېلګې په توګه په حکومتي کاري راپور کې د صنعتي او برابروونکو ځنځيرونو ښه والی هم ياد شوی دی. اوس د جو جيانګ سیند په شاوخوا سيمه کې که موږ غواړو چې يو ګرځنده تليفون جوړ کړو، ۹۵ سلنه پرزې به يې په يو ساعت کې پيدا کولی شو. د يانګ ځي سيند پر غاړه سيمه کې که يو برقي موټر توليد کړو، نو ټولې پرزې يې په څلورو ساعتونو کې پیدا کولی شو او اړونده صنعتي سيمه هم په تدريجي ډول جوړېږي. په راتلونکي کې به د صنعتي ځنځيرونو او په دې برخه کې د سيالۍ توان پیاوړتيا د تصدیو لپاره لازيات پرمختيایي فرصتونه برابر کړي او د نړۍ لپاره نوی خوځنده ځواک به هم راوړي.

په ورته وخت کې په ياد راپور کې د سمسورو او راتلونکو چارو او ډيجيټلي اقتصاد په هکله مشخص پلانونه هم ټاکل شوي دي. د شنونکي په اند اوس ځينو بهرنيو پانګوالو د نوې انرژۍ، ډيجيټلی اقتصاد، مصنوعي ځيرکتيا، د عصري تجهیزاتو د تولید او طب په برخو کې خپله پانګه زياته کړې ده او په راتلونکې کې به په چين کې د نوښت په اړه لازيات فرصتونه پيدا کړي.

اوس د جيوپوليتیک شخړو د شدت او د نړيوال اقتصادي پرمختګ د کمزورتيا په حال کې که چين غواړي خپله سږنۍ ټاکلې موخه تر سره کړي چې دا به يو اسانه کار نه وي، خپلو لا ډېرو هڅو ته ضرورت لري. لکه څنګه چې په راپور کې ياد شوي و، ګټور شرايط يې له بدو شرايطو څخه زيات دي. چين به د نوي پرمختګ له لارې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي چې همدا خپله ژمنه ده او هم به د چين عمل وي.