د چين د ملي ولسي کنګرېس استازې، د باو تو فولادي ګروپ د ګوندي کميټې مديرې او عمومي رئيسې منګ فان ينګ د مارچ په ۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې ساينسي او تخنيکي نوښتونه د نوي کيفيت د توليدي ځواک د پرمختګ کليدي فاکتور دی.
نوموړې ويلي، د نوي کيفيت توليدي ځواک د اغېزمن، لوړ معيار او لوړ کيفيت توليد استازيتوب کوي، چې دا نه يوازې د تصديو د موثريت د لوړولو يوه مهمه لاره ده، بلکې د دوامدار نوښت او پرمختګ د هڅولو مهم ځواک هم دی.
(ژباړه: شکريه)