چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، د جنوبي سوډان له سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي
CMG2024/03/06 10:22:50
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دایمي پلاوي موقتي شارژدافیر دای بينګ د مارچ په ۵مې نېټې په امنيت شورا کې د جنوبي سوډان د مسئلې په اړه وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د جنوبي سوډان له سياسي بهير څخه رغنده ملاتړ وکړي او د دغه هېواد د امنیتي ظرفیت د لوړولو لپاره عملي مرستې برابرې کړي.

نوموړي ويلي، د جنوبي سوډان چارواکو د ټولټاکنو لپاره فعال چمتوالی نيولی، د ټاکنو کمېسيون او د اساسي قانون د څېړنې کمېټې او نورو ادارو يې خپلې دندې ترسره کړي او ګډ ځواکونه يې ځای پر ځای کړي دي او ټولو ته يې دغه لاسته راوړنې څرګندې دي.

دای بينګ زياته کړې، د جنوبي سوډان ټولټاکنې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او په خبره یې، نړیواله ټولنه او په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازنځی (UNMISS) باید د دغه هېواد د امنیتي ظرفیت لوړولو او د ملکي وګړو خوندیتوب د ساتنې اصلي مسؤلیت پر غاړه اخیستو په پار د جنوبي سوډان ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.