شي جين پينګ: جیانګ سو ولایت د نوي کیفیت د تولیدي ځواک لپاره ښه شرایط او توان لري
CMG2024/03/06 10:43:16
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښین د جیانګ سو ولايت د پلاوي په مباحثوي غونډې کې د ګډون پر مهال ويلي، چې مونږ باید د باکیفیته پرمختګ دندې د بشپړولو لپاره له ځايي ځانګړتیاوو سره سم د نوي کیفیت تولیدي ځواک ته وده ورکړو، د نوې دورې تخنیکي انقلاب او د چارو انقلاب په پار باید له ګټورو فرصتونو کار واخلو، نوښت باید پراخ کړو او د نویو چارو پرمختګ ته باید دوام ورکړو او د عصري چارو تولیدي سیسټم باید جوړ کړو.

شي جين پينګ زیاته کړې، چې جیانګ سو ولایت د نوي کیفیت د تولیدي ځواک لپاره ښه شرایط او توان لري.