چین په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/03/06 10:23:34
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مارچ په ۵مې نېټې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کې د ويټو حق د کارولو په اړه ويلي، چې په غزه کې پر روانې جګړې ۵ مياشتې واوښتې، خو امريکې په سیمې کې د اوربند په اړه د امنيت شورا غوښتنه څلور ځلې رد او مخه یې نېولې ده، چې دغې چارې يې چين ډېر مایوس کړی دی.

 د امنیت شورا د رای اچونې پایلې د دې ښکارندويي کوي، چې په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا اکثره غړي متفق دي، خو امریکا بيا د ویټو ځانګړی واک کاروي او د امنیت شورا ګډې نظريې پرې پاشي، چې دغه چاره يې د نړيوالې ټولنې لپاره د ناخوښۍ سبب ګرځېدلې ده.

ګنګ شوانګ پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په غزه کې د سمدستي اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر ژر له ستر سياسي هوډ څخه کار واخلي.