هنګري په ناټو کې د سويډن شاملېدو ته منظوري ورکړه
CMG2024/03/06 10:35:56
شريکول:

د هنګري ولسمشرۍ ماڼۍ د مارچ په ۵مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هيواد ولسمشر سوليوک تاماس په همدې ورځ په ناټو کې د سويډن د شاملېدو طرحه لاسليک کړې او په ناټو کې يې د سويډن شاملېدو ته رسمي منظوري ورکړې ده.

د هنګري پارلمان د فبرورۍ په ۲۶مې نېټې په ناټو کې د سویډن شاملېدو لايحې ته ۱۸۸ موافقې او ۶ مخالفې رایې ورکړې وې.

هنګري د ناټو وروستی غړی و، چې په دغه سازمان کې يې د سویډن غړیتوب تصویب کړ او د ناټو ۳۲م غړی شو.