چین: د ۵ سلنې پرمختګ موخه به د کوښښونو له لارې پوره کوي
CMG2024/03/06 16:26:43
شريکول:

د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس دوهمې کلنۍ غونډې د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښين د اقتصادي چارو په اړه یوه خبري ناسته ترسره کړې او د اړوندو ارګانونو چارواکو پکې د پرمختګ او اصلاحاتو، مالي بودیجې او پولي تګلارو په اړه کورنیو او بهرنیو رسنيو ته مالومات ورکړي او د خبریالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

د چین د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مدیر جنګ شان جیې ویلي، چې هېواد يې د سږني اقتصادي پرمختګ د ۵ سلنې موخه تر علمي سنجش او تصدیق وروسته ټاکلې او د څوارلسم پنځه کلن پلان له غوښتنې او د اقتصادي پرمختګ له پټ ځواک سره سمون لري او د کوښښونو او هڅو له لارې به یې پوره کوي.