د جنوبي سمندرګي په اړه د فليپين توطيه
CMG2024/03/07 15:08:09
شريکول:

يوه فليپيني کښتۍ د مارچ په ۵مه نېټه يو ځل بيا د چين د نانشا ټاپوګانو ژن ای پرښې (Second Thomas Reef)ته څېرمه سمندر ته ننوتله او له اړوند قانونه په سرغړونې هلته خپلې پاتې شوې پوځي بېړۍ ته ساختماني توکي لېږدولي دي. د چيني حکومت لخوا په خپره شوې ويډيو کې کتلای شئ چې د فليپيني پوليسو ۴۴۰۷م نمبر کښتۍ د چيني لوري له څو ځله اخطار سره سره د چيني سمندري پوليسو ۲۱۵۵۵م نمبر کښتۍ ته نژدې شوه او ورسره يې ټکر کړی دی -. د چين سمندري پوليسو په داسې وضعیت کې د فليپيني کښتۍ په مقابل کې لازم، مسلکي، قانوني او صبر لرونکي تدبيرونه غوره کړي دي.

له يادې ويډيو څخه ښکاري چې څوک په جنوبي سمندرګي کې په لمسوونکو فعاليتونو لاس پورې کوي او د سيمې سوله ويجاړوي. دا پېښه د جنوبي سمندرګي په اړه د فليپين د توطيې وروستۍ کړنه ده. فليپين د چين د نانشا ټاپوګانو د اشغال په موخه لږ تر لږه ۳ چلندونه غوره کړي دي.

لومړی، فليپين پر چيني لوري دروغجن تور ولګاوه. فليپين له يوې مودې راهيسې کله نا کله خپلې کښتۍ يا پوځي بېړۍ د چين پر ژن ای پرښې او هوانګ يان ټاپو(Scaborough Shaol) تېرې کړې او پاروونکې  کړنې يې ترسره کړې دي. دغه هېواد د چيني لوري له خوا د خپلو حقونو د ساتلو په پار مناسب او قانوني اقدامات وحشي شړنه يا د فليپيني کب نيوونکو ځورونه وبلله، دروغ يې وویل چې چين د لوی هېواد په توګه پر فليپين ظلم کوي او خپل ځان مظلوم او ځپلی لوری بولي.

دوهم، فليپين د اړوندې مسودې په تصويب سره له چين سره چڼې وهي. د دغه هېواد سنا مجلس د روان کال په فبرورۍ کې د سمندري سيمې يوه مسوده تصويب کړه او د چين هوانګ يان ټاپو او د نانشا ټاپوګانو زياتره پرښې او اړوندې سمندري سيمې یې په خپل قلمرو کې شاملې کړې دي.

فليپين وايي چې هوانګ يان ټاپو د دغه هېواد په ځانګړي اقتصادي زون کې پروت دی، خو دا بيخي له حقيقته لرې خبره ده. دا چې پر ځمکې حاکميت د اړوندو سمندري حقونو بنسټ دی، د نړيوال سمندري قانون بنسټيز اصول هم دي. ځکه د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون له مخې، ساحلي هېوادونه خپلو ځمکو ته په نژدې ۲۰۰ سمندري مايلونو کې خپل ځانګړی اقتصادي زون جوړولای شي، خو په دې پلمه بايد د نورو ځمکو پر حاکميت تېری و نه کړي. نو د فليپيني لوري ياده کړنه د اړوند نړيوال قانون نقض او سرغړونه ده.

تاريخي سندونه ثابتوي چې هوانګ يان ټاپو د چين اصلي ځمکې دي. چين لږ تر لږه له يوان سلسلې يانې له ۱۳مې پېړۍ راهيسې د ياد ټاپو په ادارې پيل کړی او په دوامداره توګه يې پرې حاکميت درلودلی دی. خو د فليپين ځمکنی قلمرو د پاريس تړون او واشنګټن تړون په شمول د يو لړ نړيوالو تړونونو لخوا ټاکل شوی چې د چين د هوانګ يان ټاپو او نانشا ټاپوګان هېڅکله پکې نه دي شامل شوي. په حقيقت کې له ۱۹۹۷م کال مخکې فليپيني لوري د هوانګ يان ټاپو حاکميت غوښتنه هم نه ده کړې.

فليپين په جنوبي سمندرګي کې د نفتو او طبيعي ګازو په پر له پسې استخراج سره د چين پر اړوندو حقونو تېری پيل کړی او په ۲۰۱۳م کال کې د جنوبي سمندرګي ادعا  یې مطرح کړې او ترې يې هڅونه کړې چې د چين ځينې ټاپوګان يا پرښې خپل کړي. ياده ادعا د ملګرو ملتونو د سمندري قانون تړون څخه سرغړونې کوي او هېڅ مشروعيت نه لري.

درېيم، فليپين له ځينو هېوادونو سره اړوندې همکارۍ کوي. د دغه هېواد نوی حکومت د ۲۰۲۲م کال په جون کې واک ته رسېدلی او له دې راهيسې يې له امريکا سره په ډيپلوماتيکو او امنيتي چارو کې زياتې همکارۍ کړې دي. د امريکا چارواکو ويلي چې د امريکا او فليپين د ګډې دفاع تړون له مخې به فليپين ته امنيتي خونديتوب برابر کړي. موخه يې دا ده چې فليپين د خپل ځان لپاره د چين پر ضد عمليات تر سره کړي او له شاوخوا هېوادونو سره د چين اړيکې خرابې کړي. خو فليپيني خوا خپلو کورنيو سياسي ګټو ته په کتو په امريکا پسې ګرځېدلې او ملي ګټو ته يې خپلې سترګې پټې کړې دي.

فليپين دې خپل صبر وساتي، د ګاونډيو هېوادونو په شمول نورو اوازونو ته دې غوږ ونيسي. د ماليزيا صدراعظم انوار ويلي چې موږ خپلواک هېوادونه یو، نه شو کولای چې د لويو هېوادونو امرونه ومنو. موږ له چين سره هېڅ ستونزه نه لرو.