شي جين پینګ د چين د بېلا بېلو قومونو او ټولنو مېرمنو ته د ښځو نړيوالې ورځې مبارکي وويله
CMG2024/03/07 10:40:57
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پینګ د مارچ په ۶مې نېټې د ښځو نړېوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب په دوو ملي مجلسونو کې ګډونوالو ښځېنه استازو، غړو، کارکوونکو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو او ټولنو مېرمنو ته او هم د هانکانګ او مکاو د خاصو اداري سيمو، تايوان ولايت او  بهرنيو ښځو ته د ښځو نړيوالې ورځې مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.