په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د مارچ په ۶مې نېټې د امنیت شورا د افغانستان مسئلې په پرانيستې غونډې کې ويلي، چې اړتيا ده، د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې او تماس وساتل شي.
ګنګ شوانګ ويلي، د افغانستان د سرپرست حکومت د واک له دوه نيمو کلونو راهيسې د دغه هېواد کورنی وضعيت په ټوليز ډول ښه شوی، اقتصاد او د خلکو ژوند يې ښه او سيمه ييزې همکارۍ يې پراخې شوې دي.
نوموړي د افغانستان ياد مثبت بدلونونه د منلو وړ بللي، خو په ورته وخت کې يې ويلي، چې دغه هېواد لا هم د بشري حالاتو، اقتصادي پراختیا او تروریستي ګواښونو په شمول له سختو ننګونو سره مخ دی.
ګنګ شوانګ زياته کړې، امنيت شورا باید په هراړخیز ډول د افغانستان وضعیت وپېژني او د افغانستان د باثباته پرمختګ او په نړیوالې ټولنې کې د دغه هېواد د ادغام لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي او په تړاو یې درې فقره ییز وړاندیز هم کړی دی.
۱- امنیت شورا دې له افغانستان سره د عملي همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي.
۲ـ امنيت شورا دې له افغان چارواکو سره خبرې او تماس وساتي.
۳ـ امنيت شورا دې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د مبارزې ملاتړ وکړي.
ګنګ شوانګ ويلي، چين به د دوست ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې او پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي او د خپل توان په اندازه به له افغانانو سره مرستې ورکړي.