وانګ يي: چين به د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ هڅوونکی ځواک وي
CGTN2024/03/07 10:57:15
شريکول:

د چين د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس دوهمې غونډې د مارچ د ۷ مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د ډيپلوماتيکو چارو خبري ناسته کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي يادې خبري ناستې ته ويلي، چې چين به د پيچلي نړيوال چاپېريال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او په ټينګار سره به د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ هڅوونکی ځواک وګرځي.

وانګ يي ويلي، چين به د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو ترڅنګ خپل پرمختګ ته هم پاملرنه وکړي او له پرمختګ سره هممهاله به نړيواله سوله او پرمختګ هم ښه وساتي.