د نيپال صدراعظم نوې کابينه پراخه کړه
CMG2024/03/07 10:42:25
شريکول:

د نيپال صدراعظم پراچندا د نوي ائتلافي حکومت له جوړېدو دوه ورځې وروسته خپله کابينه پراخه کړې او د څلورو ګوندونو ۱۶ غړي يې پکې شامل کړي دي.

د نيپال ولسمشرۍ ماڼۍ د مارچ په شپږمې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې په همدې ورځ د صدراعظم د درېيو مرستيالانو په شمول د کابينې ۱۶ غړو لوړه کړې ده.