په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ استازې او د دغه هېواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړې نيکي هېلي د مارچ په ۶ مې نېټې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته له احتمالي نوماندۍ لاس په سر شوې ده.
نوموړې يادې څرګندونې د همدې ورځې په سهار په خپل ټاټوبي جنوبي کارولينا ایالت کې د وينا پرمهال کړې دي.
د امريکا له ولسمشريزو ټاکنو څخه د نيکي هېلې له تېرېدو سره، د دغه هېواد مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوريت غوښتونکي ګوند يوازینی کانديد دی.
امریکايي رسنيو خبر ورکړی، چې له ولسمشريزوټاکنو څخه د نيکي هېلې لاس په سر کېدل، يوځل بيا د جوبايډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ سیالۍ ته لاره پرانېستل شوه.
د يوې تازه سروې نتيجه ښيي، چې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو له ٪ ۴۰ زيات رايه ورکوونکي د یادو دواړو کانديدانو ترمنځ سيالي بدبينه ګڼي.