د پيرو د وزيرانو شورا نوي رئيس (لومړي وزير) ګوستاوو ادریانسن د مارچ په ۶مې نېټې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.
د پیرو ولسمشرې دینا بولوارتي د نوي لومړي وزير د لوړې مراسمو مشري کړې ده.
ادریانسن په همدې ورځ د البېرتو اټارولا پر ځای، چې د روانې میاشتې په ۵مه نېټې یې د پيرو د وزيرانو شورا له مشرتوب استعفا وکړه، د دغه هېواد د وزیرانو شورا نوی رئیس ټاکل شوی دی.
د راپورونو له مخې، ولسمشرې دینا بولوارتي د کابینې نور غړې پر خپل ځای پرېښودلي دي.