د اروپايي ټولنې کمېټې د مارچ په پنځمې نېټې((د اروپا د دفاعي صنعت ستراتيژي)) خپره کړې او د دفاعي صنعت د پياوړتيا اوږدمهاله لرليد يې هم روښانه کړی دی.
يادې کمېټې په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دې ستراتيژۍ کې د اروپا د دفاعي تخنيک او صنعتي بنسټ پر وړاندې اوسنۍ ننګونې او فرصتونه ياد شوي او راتلونکی لوری يې پکې روښانه شوی دی.
د اروپايي ټولنې کمېټې په همدې ورځ د ((د اروپا د دفاعي صنعت پلان)) قانوني لايحه او د دفاعي توليداتو د پروخت برابرولو د تضمين تدبیرونه هم خپاره کړي دي.