د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې یوه خبري ناسته د مارچ په اوومې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي يادې خبري ناستې ته ويلي، چې مونږ هغه چا ته، چې لوی ځواک لري، د خپلسرې پرېکړې حق نه ورکوو او هغسې حالت ته هم اجازه نه ورکوو، چې ځيني هيوادونه د ډوډۍ خوړلو مېز ته ناست وي او ځينې یې په مېنو کې د نورو لخوا انتخابيږي او وخوړل کېږي.
مونږ باید دا تضمين کړو، چې د نړۍ ټول کوچني او لوی هېوادونه به مساوي حقونه ولري او د څواړخیزم نظام په جوړونه کې به خپل رول ولوبوي.