شي جين پينګ د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس له ځینو غړو سره وکتل
CMG2024/03/07 10:43:07
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې په دوهمې غونډې کې د هېواد د ځينو ادارو(چيني کوهمينتانګ انقلابي کمېټې، ساينس او ټېکنالوژۍ، د چاپېريال او سرچينې) له غړو سره کتلي دي.

شي جين پينګ ويلي، د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس مختلفې ګوندي ډلې، ګروپونه او د بېلا بېلو ټولنو غړي دې د چین د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې د وړاندې شویو ستراتېژیکو دندو او د مرکزي اقتصادي کاري غونډې د ترتیباتو د پلي کولو لپاره پراخه اجتماع وکړي او د چیني شکله عصري کېدو جوړونه دې وهڅوي.