د چین د ۱۴مې ملي ولسي کانګرېس دوهمې غونډې د مارچ په ۷مې په بېجينګ کې د ډيپلوماتیکو چارو په اړه خبري ناسته ترسره کړې ده.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چین د ډيپلوماتیکو تګلارو او اړیکو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
نوموړي ويلي، د برېکس هېوادونو پرمختګ د سولې ساتنې ځواک پياوړی کړی او دا یې د نړیوال عدل نښه بللې ده او په وينا يې، کومې خوا ته يې ننګونې نه دي جوړې کړي.
د برېکس هېوادونو د غړو شمېر زیاتوالی د نړۍ د پرمختیايي هېوادونو د ابادۍ او د څواړخیز نظام د بهیر د چټکېدو څرګندويي کوي.
د نړۍ پرمختیايي هېوادونه پر خپلواکۍ او یووالۍ ټينګار لري او اقتصادي اندازه یې په نړیوال اقتصاد کې ۴۰ سلنه نیسي.
پرمختیايي هېوادونه د نړیوال نظام د اصلاحاتو کلیدي ځواک ګرځېدلی دی.