وانګ يي: امريکا دې په معقول او منطقي ډول د چين پرمختګ ته وګوري او خپلې ژمنې دې عملي کړي
CGTN2024/03/07 11:34:06
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷ مې نېټې د دغه هېواد د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا په اړه ثابتې او دوامدارې تګلارې لري او له واشنګټنه يې غوښتي، چې په معقول او منطقي ډول د چين پرمختګ ته وګوري او خپلې ژمنې عملي کړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې له امريکا څخه څلور پوښتنې کړې دي:

۱ـ که امريکا همېشه يو څه وايي، خو بل څه کوي، نو د لوی هېواد په توګه يې باور چېرې دی؟

۲ـ امريکا چې کله هم د چين نوم اوري، نو خړپړتيا او پرېشاني احساسوي، نو د لوی هېواد ځاني باور يې چېرې دی؟

۳ـ که امريکا يوازې خپلځان سمسور ساتي او د نورو هېوادونو عادي پرمختګ ته اجازه نه ورکوي، نو نړيوال منلی حقيقت يې چېرې دی؟

۴ـ که امريکا په خپلسر د ارزښتونو د ځنځير مخکښه برخه احصاروي او چين يې په ټيټه برخه کې ساتل غواړي، نو عادلانه سيالي يې چېرې ده؟