وانګ يي: د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړول د چين له وړاندیز په نړيوالې اجماع بدل شوی
CMG2024/03/07 11:36:01
شريکول:

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د مارچ د ۷مې نېټې په سهار پلازمېنې بېجينګ کې یوه خبري ناسته ترسره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي يادې خبري ناستې ته ويلي، چې دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړاندیز کړی، چې تر دې دمه ډېرې لاسته راوړنې لري او اوسمهال دغه نظر د چين له وړانديز تر ساينسي سيسټم، نړيوالې اجماع او عملي پايلې پورې بدل شوی دی.

وانګ يي ويلي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي څو څو ځلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس پرېکړه لیکونو او اعلاميو کې هم ياده شوې ده.

(ژباړه: شکريه)