وانګ يي: د چين ډيپلوماسۍ نړۍ ته خدمتونه کړي
CGTN2024/03/07 11:16:52
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ د ۷ مې نېټې په سهار د دغه هېواد د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې په خبري ناستې کې د ډيپلوماتيکو تګلارو او اړيکو په اړه چيني او بهرنيو رسنيو ته مالومات ورکړي او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

چين په ۲۰۲۳م کال کې خپلې ډيپلوماتيکې چارې پراخې کړي او يو لړ پرمختګونه يې موندلي دي.

وانګ يي ويلي، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د شي جين پينګ په مرکزيت د ډيپلوماتيکو چارو ټينګه لارښوونه کړې،  ډيپلوماسۍ يې د ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه سمه عملي کړي او د نړيوال يووالي او همکاريو د هڅولو لپاره يې کار کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چين د بېلا بېلو بحرانونو او ننګونو د لرې کولو پلان وړاندې کړی، د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې خدمتونه کړي او د هېواد د ډيپلوماتيکو تيوريو او کړنو لپاره يې نوې لاره هواره کړې ده.