د ښاغلي وانګ یي مطبوعاتي غونډې نړۍ ته روښانه پیغام درلود
CMG2024/03/08 14:58:52
شريکول:

چین نړۍ ته څنګه لید لري او له نړۍ سره اړیکه څنګه نیسي؟ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې غونډې د ډيپلوماتیکو چارو په اړه خبري ناسته کې د چين او بهرنيو خبريالانو ٢١ پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي چې د لویو هېوادونو د اړيکو، سيمه ييزو مسئلو او نړیوالې حکومتدارۍ په اړه موضوعات پکې شامل دي. د دې پوښتنو او ځوابونو له لارې نړۍ روښانه پیغام ترلاسه کړ چې چین په خپل ثبات سره نړۍ ته لا زیات ډاډ ورکوي.

وزير وانګ يي يادې خبري ناستې ته ويلي چې چين به د پېچلي نړيوال چاپېريال پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او په ټينګار سره به د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ هڅوونکی ځواک وګرځي. زياتو بهرنيو رسنيو دغه څرګندونې د چين د ډيپلوماسۍ د اعلاميې په توګه يادې کړې دي.  

سوله تر ټولو مهم لومړیتوب دی. اوس مهال په اوکراین کې بحران دوام لري او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ وضعیت کړکېچن شوی. چین نه یوازې د خپل امنیت او ثبات هیله لري، بلکې د نړیوالې سولې لپاره په فعاله توګه کار کوي. په ۲۰۲۳ کال کې، چین د سعودي عربستان او ایران د اړیکو او د اوکراین بحران د منځګړیتوب او د فلسطین او اسرائیل مسلې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د ۲۷۱۲م  پرېکړه لیک د تصویبېدو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. په یاده خبري غونډه کې د چين له خوا د ګرمو مسئلو د حل لارې چارې څرګندې شوې دي چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په سياسي او عادلانه چلند مسئلې حل کوي څو ستونزه په بنسټیز ډول حل شي. دا د چین تجربه او هوښیاري ده چې له تمرینونو څخه ترلاسه شوي دي. د برېټانیا "ګارډین" ورځپاڼې ویلي چې د اوکراین بحران د حل لپاره د چین هڅې "د جګړې پای ته رسولو لارو په اړه نوښتي فکر هڅوي."

ثبات د پرمختګ بنسټ دی. اوس مهال، یو شمېر لوی لوېدیځ هېوادونه د یو اړخېزم او محافظت پالنې په لټه کې دي کوم چې د نړۍ ګډوډۍ ته یې لمن وهلې ده. لوی هېوادونه د نړیوال ستراتیژیک ثبات په ساتلو کې کلیدي مسؤلیتونه لري. وزیر وانګ يي په یاده مطبوعاتي غونډه کې د چين او امريکا او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو په اړه خبرې وکړې. "متقابل درناوی، سوله يیز ژوند او ګټورې همکارۍ باید د دواړو خواوو د ګډو هڅو لار وي. انسانان څه ډول نړیوال نظم ته اړتیا لري؟ چين د تل لپاره د نړۍ له مساوي او منظم څواړخېزم او د اقتصاد له ټولشموله نړیوال کېدو بهير څخه ملاتړ کړی. 

پرمختګ د ټولو ستونزو د حل لپاره طلایي کیلي ده. چين په دې ټينګار کوي چې بايد د پرانيستې نړۍ اقتصاد جوړ کړي. وانګ يي په دې مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې د مارچ له ۱۴مې نېټې څخه به د سويس، ايرلنډ، هنګري، اطريش، بلجيم او لوګزامبورګ په ګډون له ۶ هېوادونو سره له ويزې پرته د تګ راتګ تګلارې پلې کړي. له دې څخه په فعاله توګه د چین د پرانيستلو لپاره واضح پیغام او هوډ څرګندېږي. د نړۍ ښه کېدل د چين هيله او مسئوليت دی. په اوسنۍ نړۍ کې د ګډوډۍ او بدلون په وړاندې، بېلا بېل هېوادونه په زياتېدونکي ډول د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په اهميت پوهېږي او د "ثبات هڅوونکي" په توګه د چين بنسټيز ارزښت پېژني.