د اروپا مرکزي بانک د مارچ په ۷مې نېټې د پولي تګلارې په پار غونډه ترسره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د درې عمده ډوله سود اوسنۍ کچه به وساتي.
ياد بانک په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يوې اوږدې مودې لپاره د يورو په کارېدونکې سيمې کې د عمده ډولو سود کچې ساتل به د ٪۲ انفلاسیون موخې ته د رسېدو په ګټه وي.
اعلاميه وايي، د اروپا د مرکزي بانک شورا به د اړوندو شمېرو پر بنسټ د بانکي سود کچه او د سود ساتنې موده وټاکي.