د هايتي حکومت په پلازمېنې پورت پرنس کې بيړنی حالت وغځاوه
CMG2024/03/08 09:45:14
شريکول:

د هايتي حکومت د مارچ په ۷مې نېټې اعلان کړی، چې په پلازمېنې پورت پرنس او لوېديځ ولايت کې به بيړنی حالت د اپريل تر ۳مې نېټې دوام ولري او د قانون تطبيق ارګانونه به د امنيتي نظم د اعاده کولو په پار د شپې ګرځبنديز تمديد کړي.

د هايتي حکومت په يوې خبرپاڼې کې د بيړني حالت په موده کې د لوېديځ ولايت پر عمومي سړکونو مظاهرې او لاريونونه منع اعلان شوي او پوليس به په هر ډول قانوني چلند سره د شپې ګرځبنديز جدي  تطبیق کړي.