زیمبابوې له امريکا څخه بې له شرطه او قیده د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
CMG2024/03/08 10:49:03
شريکول:

د زیمبابوې د ولسمشر ویاند جیوج چالامبا د مارچ په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې له امريکا غوښتي، چې بې له شرطه او قيده پر دغه هېواد لګيدلي بنديزونه پای ته ورسوي.

د امريکا د ماليې وزارت د بهرنيو پانګو کنټرول دفتر د مارچ په ۴مې نېټې د زیمبابوې د ولسمشر منانګاګوا او مرستیال ولسمشر کونستنتينو چيونګه په شمول د دغه هېواد پر ۱۱ شخصيتونو او ۳ ادارو بندیزونه لګولي دي او په ورته وخت کې بيا ولسمشر جوبایډن يو حکم لاسليک کړی او پر زيمبابوې يې د امریکا ۲۰ کلن بندیزونه لغوه اعلان کړي دي.

چالامبا په اعلاميې کې د امريکې له یادو بندیزونو او زیانمنونکو تورونو سره کلک مخالفت ښودلی او په ټکو يې، د امريکې دغه بندیزونه په حقیقت کې د زیمبابوې د خلکو پر وړاندې  لګولي دي او باید بې له شرطه او قیده یې لرې کړي.