په بېجينګ کې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت مېلمستيا ترسره شوه
CMG2024/03/08 10:38:00
شريکول:

د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت مېلمستيا د مارچ په ۷مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين د دولتي شورا غړې او د ښځو ملي ټولنې مشرې جان يي چين په دغې مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې او کورنيو او بهرنيو ښځو ته يې د دغې ورځې مبارکي ويلې ده.

مېرمن جان يي چين د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، د شي جين پينګ په مرکزيت، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دغه ګوند له ۱۸م ملي کانګرېس راهيسې د ښځو پر چارو خپل لارښوونکی رول پياوړی کړی او له دې امله د ښځو چارې تاريخي لاسته راوړنې لري.

هغې دا هم وويل، چې رئيس شي جين پينګ د چين د ښځو ۱۳مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او د ښځو ملي ټولنې نويو مشرانو ته يې يوه مهمه وينا وکړه او په نوې زمانې کې د ښځو د چارو د پرمختګ لپاره يې لوری روښانه کړی دی.

د هغې په خبره، د چين لسګونه ميليونه ښځې به د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخبيولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي. چين به له نورو هېوادونو سره لاسونه يو کړي، ” بېجينګ اعلاميه“ او ”د عملياتو تګلارې“ به پلې کړي، د جنسي برابرۍ اجنډا به په ګډه پرمخ بوزي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ، د ټولو ښځو او ټولو خلکو په ګټه به د يوې لا ښکلې نړۍ د ګډې جوړونې او شريکونې په پار نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

( سپوږمۍ)