شي جين پينګ: د نوي کيفيت د توليدي ځواکونو جوړول د دوديزو صنايعو د پرېښودلو په مانا نه دي
CMG2024/03/08 15:12:06
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښين د کومينتانګ د انقلابي کمېټې له غړو او د ساينس، تخنيک، چاپېريال او سرچېنو ټولنو له شخصيتونو سره کتلي او د دوی نظرونه او وړانديزونه يې اورېدلي دي.  

نوموړي ويلي، د نوي کيفيت د توليدي ځواکونو جوړول د دوديزو صنايعو د له پامه غورځولو او يا پرېښودلو په مانا نه دي.

نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د علمي او ټکنالوژيکي او صنعتي نوښتونو د پياوړتيا په برخه کې همغږي ولري، د ساینسي او ټکنالوژیکي لاسته راوړنو د عملي کولو په پار پياوړي ګامونه واخلي، د دودیزو صنعتونو عصري کولو بهير پرمخ یوسي، نويو رامنځته شويو ستراتیژیکو صنعتونو ته ده ورکړي او راتلونکي صنعتونه ترتیب او د عصري صنعتي سیسټم د جوړولو لپاره چټګ ګامونه پورته کړي.

(ژباړه: شکريه)