انټونيو ګوټرېش: د سوډان مختلفې خواوې دې په روژې کې اوربند وکړي
CMG2024/03/08 10:23:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د مارچ په ۷مې نېټې د امنيت شورا د سوډان مسئلې په يوې علنۍ غونډې کې د دغه هېواد د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې په روژې مياشت کې اوربند وکړي او دښمانانه فعاليتونه دې پای ته ورسوي.

ګوټرېش ويلي، د سوډان د وسله وال پوځ او د چټک غبرګون قطعې ترمنځ شخړه به په راتلونکې مياشت کې کال ووهي، چې له امله يې سوډانيانو ته ويجاړونکي زيانونه رسيدلي او د سيمې د بې ثباتۍ ګواښ يې ډېر کړی دی.

نوموړي پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د روژې ارزښتونو ته درناوی وکړي، دښمانانه فعاليتونه دې پای ته ورسوي او سوډانيانو ته دې د سولې لار هواره کړي.

( سپوږمۍ)