شي جين پينګ د خلکو ازادي بښونکې اردو او د وسله والو پوليسو ګډ پلاوي سره ناسته وکړه
CMG2024/03/08 10:35:36
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۷مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس په دوهمې غونډې کې د ګډون په پار د خلکو ازادي بښونکې اردو او د وسله والو پوليسو ګډ پلاوي سره عمومي ناسته کړې ده.

نوموړي د يادې ناستې په ترڅ کې پر دې خبرې ټينګار کړی، چې په نويو چارو کې ستراتيژيکه وړتيا د هېواد په ستراتيژيک سيسټم او توان کې مهمه تشکيلاتي برخه ده او د هېواد په اقتصادي او ټولنيز باکيفيته پرمختګ، ملي امنيت او پوځي مبارزې پورې تړاو او د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمخبيولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ستر اهميت لري.

هغه دا هم ويلي، مونږ بايد پر خپلو دندو او وظيفو ټينګار ولرو، اصلاحات او نوښتونه باید ژور او په نويو چارو کې باید خپلې ستراتيژيکې وړتياوې پوره لوړې کړو.