د سوريې د ملي دفاع پوځ له اورپکو سره جګړه وکړه
CMG2024/03/08 09:46:36
شريکول:

د سوريې خبري رسنيو د مارچ په ۷مه نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي دفاع پوځ په همدې ورځ په حما ولايت کې له يو شمېر اورپکو سره جګړه کړې او ۷ سرتېري يې وژل شوي دي.

د خبر له مخې، ياده جګړه د حما ولايت په ختيځ کې پېښه شوې او د جګړې ښکېل اورپکي ممکن په داعش پورې اړه ولري.

د سوريې د بشري حقونو څار سازمان، چې مقر يې په برېتانيا کې دی، هم ورته خبر ورکړی، چې د سوريې ۷ سرتېري د حما ولايت په ختيځ کې د داعش اورپکو په بريد کې وژل شوي دي.

سوري پوځ له وروستيو څو ورځو راهيسې د خپل هېواد د منځنۍ او ختيځې برخې په صحرايي سيمو کې زيات شمېر سرتېري ځای پر ځای کړي او هلته يې د داعش د ميشتو اورپکو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

( سپوږمۍ)