د چين ۱۴م ملي ولسي کانګريس د ۲مې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته جوړه شوه
CMG2024/03/08 16:04:41
شريکول:

 

د چين ۱۴م ملي ولسي کانګريس د ۲مې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته د مارچ د ۸مې نېټې په سهار د دغه هېواد د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. برخه والو په دغه عمومي ناسته کې د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې، سترې ولسي محکمې او لويې ولسي څارنوالۍ درې کاري راپورونه اورېدلي دي.

د دولت شي جين پينګ په شمول د چين يو لړ ګوندي او دولتي مشرانو په دغه ناسته کې ګډون کړی دی.