د کاناډا حکومت مايکل سپاور ته تاوان ورکړ او جاسوس یې ثابت کړ
CMG2024/03/09 15:10:13
شريکول:

د کاناډا خبري رسنيو په وروستيو کې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت له سوداګر مايکل سپاور سره هوکړې ته رسېدلی او اووه ميليونه کاناډايي ډالره تاوان یې ورکړی دی.

مايکل سپاور په چين کې د جاسوسۍ په تور شاوخوا درې کاله بندي و.

چين مایکل سپاور په ۲۰۱۸م کال کې ونیوه، نو کاناډا به هغه مهال دا خبر ورکاوه، چې بېجينګ مایکل سپاور په خپلې خوښې نیولی دی، خو اوس چې یې نوموړي ته د بند تاوان ورکړی، دا یې ثابته کړه، چې د دغه هېواد پخوانۍ څرګندونې دروغ وې.

شنونکي وايي، د کاناډا حکومت مایکل سپاور ته د بند د سزا تاوان ورکړی او دا د دې ښکاندويي کوي، چې هغه کاناډا ته جاسوسي کوله.

یوه کاناډايي انټرنېټ کاروونکي په کمېنټ کې لیکلي، چې د دغه هېواد حکومت مایکل سپاور ته تاوان ورکړی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دوی یو څه پټوي.

په حقيقت کې دا ډېره مخکې مالومه شوې، چې مايکل سپاور يو جاسوس دی او هغه هم په خپل جرم اعتراف کړی دی. مګر د کاناډا حکومت تل د ده پر اعتراف سترګې پټې کړې وې، خو اوس یې د تاوان ورکولو خبر هر څه په ډاګه کړي دي.

د چين د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې، مايکل سپاور د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ په سرحدې سيمې کې اوږدمهاله فعاليت کړی او په چين کې د استخباراتو د راټولو په چارو کې يې د کاناډا له پخواني ډيپلومات مايکل کوريګ سره مرسته کړې ده.

هغه د کاناډا سفارت لپاره د چين دننه په ناقانونه توګه د نظامي تاسيساتو عکسونه او ويډيو ګانې اخيستي دي.

د چين د امنيتي ادارو څېړنې ښيي، دوو کاناډايانو خپل هېواد ته د چين د دولت محرم استخباراتي مالومات وړاندې کړي او په بل هېواد کې یې د استخباراتو د راټولولو او په ناقانونه توګه د بل هېواد د محرمو استخباراتو د برابرولو جرمونه ترسره کړي دي.

ياد دوه کاناډايان په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې نيول شوي او د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې پر ناروغۍ د اخته کېدو په پلمه په ضمانت خوشي او د چين اړوندې محکمې قانوني منظوري ورکړه او وروسته له چين نه وشړل شول.

  مايکل سپاور کاناډا ته ستون شو، هغه محکمې ته پرمايکل کوريګ او د کاناډا پر بهرنيو چارو وزارت دعوه وکړه.

 د کاناډا «د ګلوبي اند ميل» د تېر کال په نومبر کې د مايکل سپاور د ادعا خبر ورکړی و، چې هغه په ناپوهۍ د ډيموکراتيکې کوريا په اړه حساس معلومات له مايکل کوريګ سره شريک کړي، وروسته اړوند معلومات د کاناډا حکومت او د پنځو سترګو ائتلاف (Five Eyes Alliance) ته وړاندې شوي دي.

يادو دواړو کسانو د کاناډا له حکومت څخه د تاوان غوښتنه کړې او اوس یې جبران ورکړی دی.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې دغو دوو کاناډايانو په چين کې د جاسوسۍ فعاليتونه ترسره کړي او د چين ملي امنيت ته یې زیان رسولی دی.

د کاناډا حکومت مايکل سپاور ته اووه ميليونه کاناډايي ډالره ورکړي، خو مخکې به یې ویل، چې بېجينګ په خپلې خوښې ياد کسان نيولي دي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال امنيت د راپورونو پلان (GSRP) له مخې، د دغه هېواد ډيپلوماتان بايد په نورو هېوادونو کې اړوند امنيتي معلومات راټول کړي، چې مايکل کوريګ هم په دغه پلان کې شامل و.

د کاناډا د ملي امنيت او د استخباراتو څيړنې ادارې د تېر کال په ډسمبر کې يو راپور خپور کړی و، چې له مخې یې د (GSRP) پلان ځينې کارونه په نورو هېوادونو کې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې له دندو سره يو شان دي، نو ښايي خپلو حکومتي کارکوونکو ته خطرونه ورسوي، چې دا د ډيپلوماسۍ له نړيوالو مقرراتو سره سمون نه لري.

د شنونکو په اند، د کاناډا حکومت مايکل سپاور او مايکل کوريګ ته دندې ورکړې وې، چې د چين پر ضد چارې تر سره کړي، خو وروسته دوی ونيول شول.

د کاناډا حکومت په دغسې کړنو د خپلو اتباعو قانوني حقونو او ګټو ته زيانونه رسوي او د بشري حقونو د ساتنې په اړه یې دوه مخیتوب او منافقت څرګندوي.

د کاناډا خلک به څنګه پر خپل حکومت باور ولري؟

يوه کاناډايي انټرنېټ کاروونکي يادې پوښتنې ته کمېنټ کړی، چې هيله ده، کاناډايان د دغې پيښې تر شا رښتيا وګوري.

د کاناډا صدراعظم جوسټين ټروډيو د يادې پيښې له افشا کېدو وروسته لا هم جعلي مالومات خپروي او وايي، چين په خپلې خوښې ياد کسان نيولي وو.

د کاناډا حکومت په دې وروستيو کلونو کې په خپلو کورنيو چارو کې د چين د لاسوهنې په شمول جعلي مالومات خپروي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د کاناډا ځينې سياستوال د سړې جګړې نظريې لري او له امريکا وروسته د چين پر ضد بېلا بېلې کړنې ترسره کوي.

چين د قانون له مخې خپلې چارې اداره کوي او دا یې حقيقت بللی او شواهد لري، چې مايکل سپاور او مايکل کوريګ د چين د ملي امنيت ضد چارې ترسره کړي او د کاناډا دروغ او ناسم مالومات د دوی جرمونه نشي پټولی.