جوبايډن او ډونالډ ټرمپ يو پر بل د ډيموکراسۍ د ويجاوړلو تورونه لګولي
CMG2024/03/09 10:35:46
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن د مارچ د ۷مې نېټې په شپه د دغه هېواد کانګرېس ته په درېيم ځل د ملي حالاتو راپور وړاندې کړی دی.

هغه په ياد راپور کې خپلې سياسي لاسته راوړنې او د ولسمشر په توګه د ده د بيا ټاکنې په موخه اړوندې تګلارې بيان کړي او پر خپل سياسي سيال او مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې زياتې نيوکې کړې دي.

جوبايډن په خپل راپور کې ويلي، چې مخکيني ولسمشر ټرمپ د امريکا ډيموکراسي پر له پسې ويجاړه کړې او د ټوپک په مسئلې يې خپله دنده پرېښودلې ده.

 ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنيزې رسنۍ پر پاڼې جوبايډن امريکايي ډيموکراسۍ ته ګواښ بللی او د هغه ياد راپور یې له غوسې، تندلارۍ او کرکې څخه ډک یاد کړی دی.