د فلسطين ټلويزيون د مارچ په ٨مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر جنوبي او مرکزي سيمو سخت بريدونه کړي، چې له امله يې ٢٩ کسان وژل شوي دي.
راپورونه وايي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې په جنوب کې د خان يونس او رفع په ګډون په ځينو نورو سيمو او په مرکزي سيمو کې يې بیا د الزوايده او نوسليت په شمول د کډوالو پر کمپونو سخت بريدونه کړي، چې له امله یې څه باندې ۲۹ کسان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي.
د حماس مطبوعاتي دفتر په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ د غزې شمال ته لېږدول شوي ژغورونکي بکسونه د پاراشوټونو پر وخت د نه خلاصېدو له امله په ډېر لوړ سرعت ځمکې ته ښکته شوي او پر ځايي کورونو لګيدلي دي، چې له دې امله هم لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.
(ژباړه: شکريه)