د سوډان حکومت په روژې کې د اوربند په پار څلورغوښتنې کړي
CMG2024/03/09 10:11:29
شريکول:

د سوډان بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې په روژې مياشت کې د جګړې د ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټرېش د وروستي وړانديز هرکلی کړی، خو په ورته وخت کې يې د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو څخه څلورغوښتنې هم کړې دي.

اعلاميه وايي، د چټک غبرګون ځواکونه باید د جدي خبرو د شوې هوکړې مکلفیتونه پوره کړي، له سنار او ګزيره ایالتونو او نورو نيول شويو ښارونو څخه باید ووځي او خپلې هغه کړنې پای ته ورسوي، چې له نړيوالو بشري قوانينو سره په ټکر کې دي.

(ژباړه: شکريه)