روان کال د چين د استخدام تمايل ښه او د چين اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی
CMG2024/03/09 16:47:25
شريکول:

د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ د ۹مې په ماسپيښين خبري ناسته جوړه کړه او پکې د تعليم وزارت، استعداد او ټولنيز تضمين وزارت، کور،ښاري او کليوال پرمختګ وزارت او د ناروغيو کنټرول ملي ادارې چارواکو د اړوندو مسئلو په اړه د چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه  ورکړل.

د استعداد او ټولنيز تضمين وزير وانګ شياو پينګ  وویل، چې سږ کال د استخدام بازار ښه پيل شوی، تصديو کار او توليد بيا پيل کړی، بزګري کارګران په منظم ډول کار ته راستانه شوي، د مصنوعي تخنيک او لويې ډيټا په اړه استعدادانو ته اړتياوو د پام وړ زياتوالی موندلی، چې له دې څخه د چيني اقتصاد د پرمختګ ، له دوديزو صنايعو څخه تر عصري صنايعو پورې او د نوي کيفيت توليدي ځواکونو چټک پرمختګ څرګندېږي.

(ژباړه: شکريه)