د چين او فرانسې د لوړ پوړي اقتصادي او مالي ډيالوګ چيني مسؤل او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مارچ په ۸مې نېټې له خپل فرانسوې سيال او د فرانسې د اقتصاد، ماليې، صنعت او ډيجتلي حاکميت وزير برونو لا ماير سره په بلنې انلاين خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د چين او فرانسې د اقتصادي او مالي ډيالوګ او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په هکله د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.
مرستيال صدراعظم هه لي فنګ هيله ښودلې، چې چين او فرانسه د دواړو مشرانو مهمه اجتماع په ګډه پلي کړي او د خپلمنځي سياسي اړيکو د ۶۰مې کليزې په فرصت اقتصادي او مالي ډيالوګ لا پياوړی کړي او د موټرو، فضانوردۍ او مخابراتو په شمول ډېرو چارو کې دوه اړخيزې همکارۍ پراخې کړي، څو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې نوې لوړې سويې ته ورسېږي.
وزير برونو لا ماير ويلي، فرانسه غواړي له چين سره د اړيکو په پياوړتيا د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته نوی خوځنده ځواک برابر کړي.