تېره میاشت په امريکا کې د بې روزګارۍ کچه ۳.۹ سلنې ته لوړه شوې
CMG2024/03/09 10:36:52
شريکول:

د امريکا د کارګرۍ وزارت د مارچ په ۸مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د ۲۰۲۴ م کال فبرورۍ کې په دغه هېواد کې د بې روزګارۍ کچې د تېرې جنورۍ په پرتله ۰.۲ سلنه زياتوالی موندلی او ۳.۹ سلنې ته رسېدلې ده.

شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۴ م کال په فبرورۍ کې د امريکا د بې روزګارۍ کچه د ۲۰۲۳ م کال په اپريل کې د بېکارۍ کچې د تاريخي ټيټې سويې په پرتله ۰.۵ سلنه لوړه شوې ده.