د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د مارچ په اتمې نېټې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت وينا کړې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د ښځو چارو کې لا زياتې پانګونې وکړي او ورته چټک پرمختګ دې ورکړي.
سرمنشي ګوټرېش په خپلې وينا کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو له سازمانونو ملاتړ وکړي، پر ښځو د زورزياتي او ځپنې د مخنيوي په موخه دې پلانونه جوړ او پانګونې وکړي او د اقتصاد، ډيجټلي ټکنالوژۍ، د سولې ابادۍ او اقليمي بدلون ضد چارو کې دې د ښځو د برخې اخيستنې او مشرۍ هڅونه وکړي.
هغه دا هم ويلي، چې مختلف هېوادونه بايد په سوداګريزو، پولي او مالي څانګو کې د ښځېنه چارواکو شمېر زيات کړي او جنسي برابري یې د يوې مساوي، سوله ييزې او سمسورې ټولنې د جوړېدو لپاره موثره لاره بللې ده.