چین میډيا ګروپ د بهرنیو ژبو شمېر ۸۰ ته پورته کړ
CMG2024/03/09 10:51:41
شريکول:

چین میډیا ګروپ په داسې حال کې، چې په پلازمېنې بېجينګ کې د دغه هېواد دوه ملي مجلسونه روان دي، د خبري پوښښ په پار د بهرنیو ژبو شمېر نور هم زیات کړی دی.

سي اېم جي په ۶۸ بهرنيو ژبو خپرونې درلودې او اوس يې ۱۲ نورې هم ور زیاتې کړي، چې عمومي شمېر یې ۸۰ ته رسېدلی دی.

چین میډیا ګروپ اوس د بهرنیو ژبو کاروونکې په توګه د نړۍ تر ټولو لويه رسني ګرځېدلې ده.

په يادو ۱۲بهرنیو ژبو کې پنځه افریقايي ژبې او د پنجابي ژبې په شمول د جنوبي اسیا او جنوب ختیځې اسیا ۳ ژبې، مصري لهجه، د لاتیني امریکې یوه ژبه او د جنوبي ارام سمندر سیمې فیجي او ساموان  ژبې شاملې دي.