د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې دوهمه غونډه پای ته ورسېده
CMG2024/03/10 10:04:18
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمېټې دوهمه غونډه د مارچ د لسمې نيټې د سهار په نهو بجو په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسېده. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په شمول د هېواد ګوندي او دولتي مشرانو د غونډې د پای په مراسمو کې کډون وکړ.

په يادو مراسمو کې د دې غونډې د دايمي کمېټې د کاري راپور په هکله پرېکړه ليک تصويب شو.