د چين د ملي ولسي کانګرس غړې: د پوهنې د ملکيت حق ساتنه د نوي کیفیت توليدي ځواک د پياوړتيا او پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده
CMG2024/03/10 10:35:33
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس غړې او د چين د علومو اکاډمۍ د هانګ جو د طبي پوهنځي د څېړنيز انسټيټيوټ مرستيالې فانک شياو هونګ چې په بېجينګ کې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګريس په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی، د مارچ په اتمه نېټه يې خبري رسنيو ته ويلي: موږ څنګه اصلي نوښت وساتو چې همدا زما په اند د نوي کفیت توليدي ځواک د پياوړتيا او پرمختګ يوه مهمه برخه ده.

هغه زياته کړې چې د نوي کیفیت توليدي ځواک د پرمختګ بنسټ علمي او تخنيکي نوښت دی چې له يوې خوا باید بنسټیزه څېړنه پياوړې کړو او له بلې خوا د پوهنې د ملکيت حق ساتنه دې هم پیاوړې کړو چې همدا د یاد تولیدي ځواک د پياوړتيا لپاره ډېره مهمه ده.