د چین د ملي ولسي کانګرس استازی شو یون فې: د نوي کیفیت تولیدي ځواک د عنعنوي تولیدي چارو د بدلون کليدي لار ده
CMG2024/03/10 11:17:04
شريکول:

د چین د ملي ولسي کانګرس استازي شو یون فې د جیانګ سو ولایت د سمنټو یوې تولیدي تصدۍ خاوند دی. هغه څو ورځې مخکې له خبریال سره په مرکه کې وویل، د نوي کیفیت تولیدي ځواک د عنعنوي تولیدي چارو د بدلون او اصلاحاتو کلیدي لار ده.

جیانګ سو ولایت د چین لوی اقتصادي ولایت دی او تېر کال د دې سیمې عمومي تولیدي ارزښت 12.82 ټریلیونه یوانو ته رسېدلی او په دې جمله کې شخصي تصدۍ ۶۰ سلنه برخه نیسي.

ښاغلي شو یون فې وویل، په سږني حکومتي راپور کې وړاندې شوي چې دولتي تصدۍ، شخصي تصدۍ او بهرنۍ تصدۍ ټول د چیني شکله عصري سوسیالیزم د جوړونې مهم ځواکونه دي او حکومت به د بېلا بېلو ډوله تصدیو لپاره د مساوي سیالۍ زمینه برابره کړي. هغه د شخصي تصدۍ د استازي په توګه د راتلونکي په اړه پوره باور لري.