د عراق پوځ د داعش ۶ غړي ووژل
CMG2024/03/10 11:18:39
شريکول:

د عراق پوځ د مارچ په ۹مه وویل، د دغه هېواد هوايي ځواکونو په همدې ورځ د شمال په صحرا سیمه کې بمباري وکړه او په نتیجه کې یې د داعش ۶ تنه غړي ووژل.

سرچينې ويلي چې په دې بمبارۍ کې په عین وخت کې  د اورپکو او وسلو پټېدو يو تونل هم ویجاړ شوی دی.