چین د بهرنیو پانګو لپاره لا زیات ګټور فرصتونه برابروي
CMG2024/03/10 16:08:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې په ټوله نړۍ کې مستقیمه بهرنۍ پانګونه ۱۸ سلنه کمه شوې. چین به څنګه زیاتې بهرنۍ پانګې راجلبوي او کاروي؟ د چین د دوو ملي مجلسونو په جریان کې حکومتي کار په راپور کې اړوند ځوابونه وړاندې شول.

لومړی، چین به د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې پروژو لیست نور پراخ کړي، د دوی د پانګونې لپاره به د خدمتونو تضمین نور پياوړی کړي.

دوهم، چین به تولیدي چارو ته د بهرنیو پانګو د ننوتلو محدودیت پوره لغوه کړي.

شمېره ښيي، سږ کال په جنورۍ کې چین ۱۱۲ میلیارډه یوانه بهرنۍ پانګې کارولې چې دغه شمېر د تېر کال د دسمبر په نسبت ۲۰ سلنه زیات شوی . په دغه میاشت کې په چین کې ۴۵۸۸ نوې بهرنۍ تصدۍ جوړ شوې چې د تېر کال د جنورۍ په پرتله ۷۴ سلنه زیاتوالی ښيي. له دې څخه ښکاري چې د چین بازار لا هم د بهرنیو پانګوالو ډېر خوښېږي.