شي جين پينګ د پاکستان نوي ولسمشر آصف علي زرداري ته د مبارکۍ پیغام واستاوه
CMG2024/03/10 11:10:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۰مه د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت آصف علي زرداري ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره ويلي چې د چين او پاکستان تر منځ ټينګه دوستي تاريخي انتخاب دی. په دې وروستيو کلونو کې دواړو خواوو د خپلو اصلي او غټو ګټو د پرځايښت او د پاملرنې وړ مسئلو کې متقابل ملاتړ کړی او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز (CEPC) ابادۍ په بهير کې يې زياتې لاسته راوړنې درلودلې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو د لوړې سويې پرمختګ ساتلی دی.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې اوسمهال نړيوال بدلونونه په چټکۍ سره روان دي او د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو ستراتيژيک اهميت لا نور څرګند دی. هغه زياته کړه، چې زه د چين او پاکستان د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر زرداري سره د دواړو هېوادونو عنعنوي دوستۍ لا ټينګې کړو او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړو.