د چین د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس د دوهمې کلنۍ غونډې د پای مراسم د مارچ د ۱۱مې په ماسپښین د پلازمینې بېجینګ د خلکو لوی تالار کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د رایګیرۍ له لارې د حکومتي کاري راپور پرېکړه ليک، د دولتي شورا تشکيلاتي قانون تعديل نامه، د ۲۰۲۳م کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پلان د تطبيق حالت او د ۲۰۲۴ کال د اړوند پلان پرېکړه ليک، د ۲۰۲۳م کال د مرکزي او ځيي حکومتونو بودیجو د تطبيق حالت او د ۲۰۲۴م کال د همدغو دوو بوديجو پرېکړه ليک، د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې، سترې ولسي محکمې او لويې ولسي څارنوالۍ د کاري راپورونو پرېکړه ليکونه تصویب شوي دي.