د سرالیان ولسمشر: د شي جين پينګ وړاندېزونه د ګردې نړۍ لپاره ګټور دي
CMG2024/03/11 10:52:27
شريکول:

د سرالیان ولسمشر جولیوس مادا بیو څو ورځې مخکې په بېجینګ کې له چین میډیا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې او د نړۍ لپاره يې د شي جين پينګ وړانديزونه ګټور یاد کړي دي.

مادا بیو لومړی افریقايي مشر دی، چې په روان ۲۰۲۴م کال کې يې لومړی چین ته سفر کړی دی.

سږ کال د چین او سرالیان د سیاسي اړیکو د ټينګېدو ۵۲مه کلیزه ده.

نوموړي په مرکې کې مساوات، باور او درناوی د چین او افریقا ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټينګښت کیلدي لاملونه ياد کړي او په وينا يې، چین لوی پرمختګ کړی او پرمختيايي هېوادونو ته يې د چيني شکله عصري کېدو جریان، د لارې انتخاب او عملي لایحه وړاندې کړې ده.

مادا بیو زياته کړې، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شخړې روانې دي او د ګردې نړۍ لپاره يې د رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوي د پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونه ګټور بللي دي.