د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري لوړه وکړه
CMG2024/03/11 10:24:08
شريکول:

د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ په ۱۰مې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په دوهم ځل د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړی مخکې له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د پاکستان ولسمشر و.

د پاکستان د سترې محکمې مشر د ولسمشر زرداري د لوړې مراسمو مشري کړې ده.

په دغو مراسمو کې د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف، د پارلمان د استازو جرګې مشر ایاز صادق، مخکيني ولسمشر عارف علوي په شمول ځینو جګپوړو چارواکو برخه اخيستې وه.